افغانستان
د نورستان دواب ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د نورستان دواب ولسوالۍ امنيه قوماندان د طالبانو په وسله وال بريد کې ووژل شو.
د نورستان امنيتي چارواکي وايي، چې د دواب امنيه قوماندان عنايت الله همت نن سهار ۷:۳۰ د وسله والو طالبانو په مخامخ بريد کې ووژل شو.
د نورستان د امنيت امر سمونوال محمد فاروق وايي، چې قوماندان عنايت الله همت له نورستان څخه خپل کور ته روان و، چې د لغمان الينگار بديع اباد سيمه کې د طالبانو په کمين پېښ شو.
د سمونوال فاروق په وينا په وينا د وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو په مخامخ نښته کې قوماندان همت ووژل شو.
د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک رسنيو سره په خپلو خبرو کې دغه پېښه تاييد کړې او زیاتوي، چې د دواب امنيه قوماندان د طالبانو په بريد کې وژل شوی او يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.
د ځواک په وينا د دواب امنيه قوماندان په شخصي موټر کې روان و، چې د بريد ښکار شو.