افغانستان

فراه: طالبانو يو انسان تښتوونکی په دار ځړولی

د فراه چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې يو انسان تښتوونکی په دار ځړولی دی.

د فراه د ولايتي شورا غړي داد الله قانع د پېښې پخلی کړی او رسنيو ته يې ويلي، طالبانو يو سړی د انسان تښتونې په تور په صحرايي محکمه کې محاکمه کړی او بيا يې په دار ځړولی دی.

ښاغلی قانع وايي، دې سړي مخکې له نيمروز ولايته يو سوداگر تښتولی و او بيا يې وژلی و.

د نوموړي په وينا دغه تن پرون د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې په دار وځړول شو.

پورته عکس پر ټولنيزو رسنيو خپور شوی دی. د ټولنيزو شبکو فعالان وايي، په دار ځړېدلی تن هغه کس دی، چې خلک يې تښتول او د اړتيا پر مهال يې د چا پر وژلو هم صرفه نه کوله.

په خپله طالبانو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Articles

Back to top button