
کابل میشتي حزبیان او د حزب اسلامي د مشر حکمتیار د سولې استازو نن په کابل کې د حزب اسلامي ۴۸مه کلیزه ولمانځله.
په غونډه کې د پکتیا پخوانې والي جمعه خان همدرد په ولسمشر غني سختې نیوکې وکړې.
همدرد وویل: موږ سوله تړون هغه چا سره لاسلیک کوو چې واک ورسره وي خو له ولسمشر غنې سره هېڅ واک نشته او ټول واک د بهرنیو سره دې.
همدرد زیاته کړه د ملي یووالي حکومت تر اوسه هېڅ کومه لاسته راوړنه نلري او يواځې د یو قوم د تباهې لامل ګرځېدلی، په دې ورستیو کې د بغلان ولایت په مختلفو سیمو کې وسلې وېشل کېږي او د یو قوم د تباهۍ لپاره ملیشې جوړیږي او کورونه او مسجدونه یې ورانوي.