افغانستان
بادغيس کې ترافيکي پېښې د ديارلس تنو ژوند اخيستی

د بادغيس مقر ولسوالۍ کې يوې ترافيکې پېښې د ديارلس تنو ژوند اخيستی. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو فلاينگ کوچ موټر له سړکه واوښت او د اوبو يو ستر ډنډ ته ولوېد.
د بادغيس چارواکو ويلي، پېښنه نن سهار د مقر ولسوالۍ پر لويه لار رامنځته شوه او له امله يې د موټر ټولې ديارلس سپرلۍ ووژل شوې. د پېښې لامل د چلوونکي بې غوري بلل شوی دی.
د مقر ولسوال حارث رسنيو ته ويلي، موټر کې ديارلس تنه سپاره و، چې پرون له هراته د بالامرغاب ولسوالۍ پر لور روان وو. نوموړي زياته کړې، د وژل شويو کسانو پېژندنه تر اوسه نه ده شوې.