افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو خبر ورکړی، چې د سړک د غاړې په يوه بم چاودنه کې يې دوه تنه عسکر ټپيان شوي دي، چې دواړه امريکايان دي.
د ناټو خبرپاڼې څرگنده کړې ده، چې پېښه د ننگرهار مرکز جلال اباد کې هوايي ډگر ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې امريکايي سرتېري پر گزمه بوخت وو او د سړک د غاړې بم پرې وچاود.
ټپي شوي پوځيان له پېښې وروسته ننگرهار کې د امريکايي ځواکونو ځانگړي روغتون ته لېږدول شوي دي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د پېښې پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې خو گمان کېږي چې وسله والو طالبانو به ترسره کړې وي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د ننگرهار اچين ولسوالۍ کې يو امريکايي سرتېری وسله والو سره د جگړې پر مهال ووژل شو.