د ملي اتل یو بل ملي خیانت!

خالد هادي
کله چي ناپوهان واکمن سي، نو ملي ارزښتونه داسي خاوري کیږي!
د کندهار پر دوو دولتي وظایفو ناست جنرال رازق اڅکزی، د سپین بولدک په ولسوالۍ کي د انګریزي شکیلا کګرو د معرکې څخه راپاته د انګریزانو هغه ټانک چي د استقلال د جنگ تاریخي ویاړ وو او زموږ د نیکه گانو د وینو په بیه نیول سوی وو، د نوموړي لخوا پر برطانویانو عسکرو په یو لک ډالره وپلورل سو. او هغوي هم په کانتینر کي د یوې خاصي الوتکي په مټ چي د همدې کار لپاره راوستل سوې وه، له بولدک د ولسوالۍ څخه لندن ته یوړ.
دغه ټانک د سپین بولدک د سرحدی کنډک په دروازه کي د یو معنوي افتخار د سمبول په توگه ولاړ وو او تر ټولو جالبه او حیرانونکې دا وه، چي دا ټانک د افغان او انګرېز د دریم جنګ څخه تر اوسه پوري تر دا ټولو انقلابونو روغ رمټ را ووتلی وو!
.
همدا راز د پاکستان دغه ضد اتل ته چي کله دولس کاله وړاندي د بولدک سرحدي قومنداني وسپارل سول، نو د ملي اردو هغه ۴۰ فعاله روسي ټانکونه چي طالبانو په وروستیو کي بولدک ته بیولي وه، په ګازو ټوټه ټوټه کړل او پر پاکستان ئې په اوسپنه وپلورل او قومندان رازق لالا له همدې لاري خپل جیب ډکاوه!
کرزي لالا ته دي د قومندان رازق او شاولي کرزي دغه ویاړ مبارک وي، چي پر تاریخي کندهار يې د خپل شخصي قدرت د بقا لپاره وحشیان ګمارلي دي!
راسۍ اوس حساب سره وکړو، چي اصلي جاسوسان، وطن پلورونکي او د پردیو لاسپوڅي ځوک دي؟ موږ چي د ولس د حق لپار مو د خاینانو په وړاندي خوله خلاصه کړېده او که کرزی لالا او په هغه پوري تړلي لاسپوڅي، چی سمدلاسه مو د پاکستان د دښمن تر عنوان لاندي پر هماغه پاکستان ملي او معنوی ویاړونه او نظامي توکي پلوري؟
قضاوت يې پر تاسو او د یو داسي ورځي په هیله چي د داسي خیانتونو حساب پکښي وسي!
انځور: په هالند کي د دوهمي نړیوالي جګړې د انګریزي ټانک دي، چي اوس د نړیوال کلتوري تاریخي میراثونو یوه برخه ده. خو په بولدک ولسوالۍ کي د افغان غازیانو پلاس نیول سوی انګریزی ټانک تر دې په تاریخي لحاظ ډیر زوړ، ارزښتمند او توپ ئې هم تر دې کوچنی وو.