د تخار د ولايتي شورا يو غړی عين الدين د جنرال دوستم د يوه قوماندان او د پارلمان د پخواني غړي پيرام قل له لوري وژل شوی دی.
پېښه نن مازديگر د دې ولايت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د پېښې عيني شاهدان وايي، د حزب جنبش ملي يو قوماندان او د ولسي جرگې پخواني غړي پيرام قل د ولايتي شورا غړی عين الدين د پوليسو په رېنجر موټر پسې تړلی او تر هغه يې کش کړی، تر څو ووژل شو. قوماندان پيرام قل د جنرال دوستم له نږدې کسانو څخه دی.
د دواړو لوريو تر منځ د شخړې رامنځته کېدو سبب نه دی په گوته شوی، خو ويل کېږي، د ولايتی شورا غړي د قوماندان پيرام قل د زور زياتي مخه نيوله، چې له دې برخليک سره مخ شو.
د تخار د پوليسو وياند د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د ولايتي شورا له غړي عين الدين سره نور کسان هم وژل شوي دي. هغه وايي، سيمې ته يې د پېښې د څېړلو په پار يو پلاوی استولی دی.