سلايډسيمه او نړۍ

نیویارک: د جومات امام او مقتدي په ډزو وژل شوي

تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د کوینز په سېمه کې د الفرقان جومات امام او مقتدي د نا څرګند کس له خوا ووژل شول.
د جومات امام بنګالي الاصله امریکایی دی، چې دوه کاله پخوا د بنګلادیش نه امریکا ته راغلی وو او دلته یې د امامت دنده تر سره کوله.
د ځایي خلکو په وینا ۵۵ کلن امام مولانا اکونجي او د هغه ۶۴ کلن مقتدي تارا الدین د غرمې له لمانځه نه وروسته د جومات مخې ته روان ول چې د شا لخوا پرې ډزې شوي، دواړه یې پر سر ویشتي چې د جومات امام ځاي پر ځاي ساه ورکړې او مقتدي یې د نیویارک په جامیکا روغتون کې ساه ورکړه.
د نیویارک پولیسو په وینا تر دې دمه د بریدګر په اړه معلومات نشته او بریدګر وروسته له ډزو په تېښته بریالی شوی.
امام مولانا اکونجي او مقتدي یې تارا الدین دواړو عربي مذهبي جامې په تن وې چې ووژل شول.
د امام لور ۲۸کلنه نعیمه کونجي وایي: «زما پلار له هیڅ چا سره بدې اړیکې نه درلودې، او پلار مې هیڅ کله هم په جومات کې د افراطي اسلام دعوت نه دې کړی. زما پلار د وسطي اسلام لاروی وو او تل به یې د اسلام په وسطیت خبرې کولې.»
پولیسو رسنیو ته ویلي چې موږ خپلې پلټنې روانې کړي د برید ځايي کامرې مو و څارلې څه نا څه معلومات مو د پېښې په اړه پیدا کړي خو هغه معلومات نه شي کولی چې موږ ته ثبوت شي.
له پېښې وروسته د الفرقان جومات مخ ته د مسلمانانو په سلګونو کسانو لارویون وکړ او د عدالت غوښتنې شعارونه یې ورکول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button