خبرونهسلايډ

کري: زموږ پوځیان به تر نامعلومې مودې پورې افغانستان کې وي

د بلجیم په بروکسل ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ناټو د غړو هېوادونو غونډه روانه وه تر څو په افغانستان کې د خپلو پوځیان د پاتې کېدو په اړه سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ناټو د نظامي چارو مشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ناټو پوځیان به افغانستان کې تر نامعلومې مودې پورې پاتې کېږي. تر دې دمه د ناټو دولس زره پوځیان په افغانستان کې شته دي.

د نظامي چاروکارپوهان په دې نظر دي چې د ناټو غړي هېوادونو د امریکا پلان ته سترگې په لار دي چې تر کومې راتلونکې مودې پورې به هغوی خپل پوځیان په افغانستان کې ساتې او له هغې وروسته به بیا ناټو په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو غونډې ته په خپلې وینا کې وویل چې د دوی پوځيان به تر نامعلومې مودې پورې افغانستان کې وي.

کري زیاته کړه چې د ۲۰۱۶م تر پایه پورې به ۹۲۰۰ پوځیان وي او له هغې وروسته به بیا د دوی د پوځيان شمېره ۵۵۰۰ ته ورسېږي چې تر دې دمه د هغوی د پای موده نه ده معلومه.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button