له سوريې د روسي پوځيانو وتل د روسانو له نظره
اټلانټيک امريکايي مجلې له سوريې څخه د روسي پوځيانو د وتلو او دغه بهير ته د روسانو له نظره کتلي، په ځانگړې توگه په دغسې وخت کې د روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين په اړه يې د روسانو بېلابېل نظرونه راخيستي دي.
اټلانټيک مجلې د رابرټ کولسن هغه مقاله خپره کړې، چې د روسي سياستوالو، سياسي او نظامي کارپوهانو نظرونه يې په کې راخيستي.
په دغه مقاله کې سوريه ته د روسي پوځيانو د ورتگ، نظامي عملياتو، بمباريو او بېرته راوتو په اړه بحث شوی دی.
ليکوال د ځينو روسي کارپوهانو له قوله ليکلي، پوتين خپل ځواکونه په داسې حال کې له سوريې راووېستل، چې دې وېرې ته رسېدلی که خپل پوځيان نور هم په دغه هېواد کې ښکېل وساتي ټولې هڅې به يې په اوبو لاهو شي او په ځانگړې توگه په داسې حال کې، چې د ترکيې او روسيې اړيکې هم سره خړې دي او سعودي عربستان هم ژمنه کړې، چې د بشارالاسد مخالفينو ته پرمختللي توغندي ورکوي.
ځينې نورو روسانو بيا ويلي، چې د پوځيانو وېستلو پرېکړه په خپله روسي چارواکو لپاره هم هېښوونکې ده، په داسې حال کې، چې روسي رسنۍ د چارواکو په امر په دې هڅو بوختې وې، چې خپل ولس سوريه کې د پوتين په نظامي مداخلې قايل کړای شي.
د سوريې وېش:
ليکوال زياتوي، ځينې روسان په دې نظر دي، چې د دوی پوځيان په داسې حال کې له سوريې راووتل، چې مسکو د بشارالاسد د ژغورنې په موخه د سوريې په وېش فکر پيل کړی او غواړي، چې د تقسيم پر مهال به د سوريې سمندري سيمې د بشارالاسد په واک کې وي او د هر ډول گواښونو پر مهال به يې دفاع ورته اسانه وي.
د ليکوال په وينا ځينې روسي کارپوهان په دې اند دي، چې پوتين خپل پوځيان د تېلو نرخونو د کمېدو له امله له سوريې راووېستل، د وخت په تېرېدو به د بشارالاسد ملاتړ کې هم کمښت راشي او روسيه ځان اړ بولي، چې د تېلو نرخونو په اړه سعودي عربستان سره مذاکرات پيل کړي.
ځينې نور روسان بيا سوريه کې د روسي پوځيانو بوختيا او مداخله عبث هڅې بولي او فکر کوي، چې دغه سياست د روسيې په گډون د سيمې هېڅ هېواد په گټه نه دی او هېڅوک هم په يقين نه شي ويلی، چې روسيه په سوريې کې څه غواړي. ځينې فکر کوي، چې له دغو عملياتو او بمباريو روسيې نړۍ ته ښودل، چې دوی هم په نړيوالو سياليو کې مهم لوبغاړي دي، مگر دا خبره خو له دې عملياتو پرته هم نړۍ ته څرگنده ده.
د مقالې په پای کې ليکوال رابرټ کولسن ليکلي، چې د جيوپوليټيک له نظره روسيې خپل پوځونه د خپلو ايتلافيانو له سلامشورې پرته راوويستل او د دوی په فکر دا ډول گام بل څوک نه شي اخيستی؛ ځکه چې دا ډول گام اوږدمهالو مذاکراتو او مشورو ته اړتيا لري.