د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل وېره ښودلې ده، که دولت دې ولايت ته پاملرنه ونه کړي، شونې ده سقوط وکړي. نوموړی وایي، غزني د لوي والي او اهميت له امله په لومړۍ درجه ولايتونو کې شمېرل کېږي، خو د دې ولايت د پوليسو تشکيلات او امکانات د دريمې درجې ولايتونو دي.
ښاغلي امرخېل زياته کړې ده: «کورنيو چارو وزارت تېره يوه مياشت کې د غزني د امنيه قوماندانۍ ۲۲۸ پوستونه لغو کړي دي، که دا لړۍ همداسې روانه وي او کابل غزني کې د پوليسو ملاتړ ونه کړي، شونې ده ولايت سقوط وکړي».
امنيه قوماندان دې ته اشاره کړې، چې د غزني د امنيت د ښه والي لپاره چې د غزني د پوليسو قوماندانۍ کوم وړانديزونه کړي وو، ټول د کورنيو چارو وزارت له لوري رد شوي دي او هيڅ اداره د دې کار بدو پايلو ته نه گوري.
هغه دا نه ده څرگنده کړې، چې کورنيو چارو وزارت دا کار ولې کړی، خو گواښ يې کړی، که دا لړۍ بنده نه شي، له دې امله به د خپلې دندې پر پرېښودو غور وکړي، چې سبا يې د ولايت د سقوط پړه پر غاړه نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د غزني په بېلابېلو ولسواليو کې خپل فعاليتونه ډېر کړې دي او وېره کېده، چې غزني ښار به ونيسي.
د غزني امنيه قوماندان وايي، ناوه ولسوالۍ له اتو کلونو راهيسې د طالبانو ولکه کې ده او له دې ځايه د هيوادو پر نهو جنوبي ولايتونو اغېز لري.