افغانستانسلايډ

طالبانو د يرغمل کړيو بهرنيانو تازه وېډيو خپره کړې

وسله والو طالبانو هغوی سره د بندي امریکايۍ مېرمن او د هغې د کاناډايي مېړه يوه تازه وېډيو خپره کړې ده. دواړو ښځې او مېړه په دې وېډيو کې پر خپلو حکومتونو غږ کړی چې پر افغان حکومت زور راوړي چې د بندي طالبانو د اعدام په اړه خپله پاليسي بدله کړي، که نه دوی او د دوی دوه کوچنيان به ووژل شي. د فاکس نيوز له راپور سره سم دغه وېډيو پرون پر يوټيوب خپره شوې ده.

افغان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړه، چې د حقاني شبکې يو مهم غړی انس حقاني به اعدام کړي، خو پر نوموړي تر اوسه يوازې د ابتدايه محکمې پرېکړه شوې او لا نهايي شوې نه ده. طالبانو له دې پرېکړې څو ورځې وروسته د دغو يرغمل کړيو بهرنيانو وېډيو خپره کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دې وېډيو په اړه پلټنې کوي. د دې وزارت وياند جان کربي وايي: «غواړم ووايم چې د وېډيو د حقيقت معلومولو لپاره لا هم پلټنې روانې دي». نوموړي زیاته کړې ده، چې طالبانو سره د بندي کورنۍ په اړه پام کوي.

د کاناډا حکومت هم په دې اړه ويلي چې حکومت د دغو يرغمل شويو په اړه اندېښمن دی او هيڅ داسې معلومات به وړاندې نه کړي، چې د دوی ژوند ته گواښ جوړ کړي.

وېډيو کې مېړه بويل ښکاري چې اوږده ږيره لري، دی وايي: «دا به زموږ پر کورنۍ درنه تمامه شي، چې دا سړي به دومره ولاړ شي، خو دوی به دا کار وکړي. که امريکا او کاناډا پر افغان حکومت زور را نه وړي او افغان حکومت د طالبانو د بنديانو د اعدام پاليسي بدله نه کړي، دوی به موږ له بچو سره ووژني».

د کيټلان کولمن او جوشوا بويل په نامه دغه امریکايۍ مېرمن او د هغې کاناډايي مېړه څلور کاله وړاندې هغه مهال ورک شول، چې پلازمېنې کابل ته نږدې يې په يوه غرنۍ سيمه کې سفر کاوه. د دې مېرمنې پلار او مور جېم او لين کولمن څه موده وړاندې يوې امريکايي ورځپاڼې سره خبرو کې وويل، چې د تېر کال نومبر مياشت کې يې د لور يو ليک ترلاسه کړی و او د جولای په څلورمه به يې د لور او زوم د نه ليدو څلور کاله پوره شي. يادې کورنۍ د تېرې روژې مياشتې وروستيو شپو ورځو کې پر طالبانو غږ وکړ چې د روژې په خاطر يې لور او د هغې مېړه او بچي ورخوشې کړي. طالبانو هغه مهال په دې اړه هيڅ ونه ويل خو اوس يې دغه وېډيو خپره کړه.

دا چې افغان، امريکايي او کاناډايي حکومتونه به د طالبانو د دې غوښتنې ځواب څه ډول ورکړي لا معلومه نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button