افغانستان
د تخار عالمان: امنيتي ځواکونه د مدرسو شاګردان ځوروي
د تخار لسګونو ديني عالمانو د امنيتي ځواکونو له لوري د ديني مدرسو د شاګردانو د ځورولو او اخلاقي او اداري فساده سر ټکولی. هغوی وايي په تالقان ښار کې فساد اوج ته رسېدلی، امنيتي ځواکونه د دې پر ځای چې د فساد مخنيوی وکړي، د شپې پر وخت ديني مدرسو ته ځي او په يوه او بله پلمه شاګردان ځوروي.
د تخار د علماوو شورا رييس مولوي عبد الصمد وايي، د مدرسو د طالبانو ځورول او ازار د تاوتريخوالي سبب کېږي او دولت بايد په دې اړه پام وکړي.
د تخار والي ياسين ضيا د ديني عالمانو څرګندونې تاييدوي، هغه ژمنه کړې، چې له دې وروسته به هيڅ په هيڅه ديني مدرسو ته د امنيتي ادارو د ننوتو مخنيوی وکړي، نوموړي خبرداری ورکړ، چې له اداري فساد سره مبارزه يې له لومړيتيوبونو څخه ده او په وینا يې د مخنيوي لپاره يې يو کميسيون ټاکلی، چې ډېر ژر به لاس په کار شي.