کابل وزير اکبر خان سيمه کې د کورنيو چارو وزارت يو افسر وژل شوی
د کابل ښار په زړه وزير اکبر خان سيمه کې د کورنيو چارو وزارت يو قراردادي کارکوونکی د چړې په بريد کې وژل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو د څېړنو رييس فريدون عبيدي وايي، چې د عبدالصبور فقيري په نوم د کورنيو چارو وزارت يو قراردادي افسر تېره شپه د چړې په بريد کې وژل شوی دی.
د ښاغلي عبيدي له قوله داسې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او کوم سياسي شالید نه لري.
فريدون عبيدي زياتوي، چې د عبدالصبور فقيري د وژنې د قضيې څېړنه پيل شوې او د نوموړي قاتلين هم پېژندل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت دغه مامور په داسې حال د نا معلومو بريدگرو له لوري وژل شوی، چې د کابل اوسېدونکي په دې وروستيو کې د جنيايي جرمونو او غلاوو له زياتوالي سر ټکوي.
د کابل اوسېدونکي وايي، چې يو شمېر امنيتي ځواکونه او ناقانونه وسله وال د کابل نا امنيو کې لاس لري، د غلاگانو او خلکو تښتولو له لارې خپل عوايد پوره کوي، مگر د کابل امنيتي چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي، چې دوی په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې د خلکو د مال او ځان ساتنه وکړي.