افغانستان
ننګرهار: ديارلس تړلي ښوونځي بېرته پرانستل کېږي

د ننګرهار په هسکه مېنه کې هغه ديارلس ښوونځي بېرته پرانستل کېږي، چې له څه مودې راهيسې تړلي دي.
د هسکې مېنې قومي مشران وايي، دا ښوونځي د دوی په هڅو پرانستل کېږي، د دې ولسوالۍ د مندوزيو سيمې قومي مشرانو تېره ورځ په دې اړه له والي سليم کندوزي سره وکتل، هغوی وويل، د ولسوالۍ قومونه د قومي تړون له مخې له حکومت څخه کلک ملاتړ کوي او په همدې لړ کې ديارلس تړل شوي ښوونځي هم بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانستل کېږي.
دغو مشرانو زياته کړه، چې شپږ نور ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي، خو د ژر پرانستو هڅه به يې وکړي.
د هسکې مېنې په ګډون د ننګرهار په ګڼو نورو ولسواليو کې هم د وروستيو نا امنيو له امله ښوونځي او روغتونونه تړل شوي وو او د ولسواليو ډېری اوسېدونکو د جنګ جګړو له امله خپل کورونه پريښي وو.