افغانستان

پخواني چارواکي: امريکا افغان حکومت په نيمه لار کې پرېښود

يو شمېر پخواني افغان چارواکي په دې نظر دي، چې امريکا افغانستان نه له وخته مخکې په وتو افغان حکومت او امنيتي ځواکونه نيمه لار کې پرېښودل او په دې اړه يې پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه.

ازادۍ راډيو سره خبرو کې دغو پخوانيو چارواکو نيوکه کړې، چې امريکا او ايتلافي هېوادونو افغانستان کې د ماموريت له پای ته رسولو وړاندې دغه هېواد پرېښود. امريکا او ناټو د ۲۰۱۴ز له پای ته رسېدو سره سم يوازې لس زره شاو خوا پوځيان افغانستان کې پرېښودل او پاتې نور يې ټول وويستل.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې جگړه او نا امني د تېرو کلونو په پرتله ډېره ده او حالات ورځ له بلې خرابېږي.

ياد چارواکي وايي، دا چې افغان ځواکونو په دومره موده کې بايد د دې وړتيا پيدا کړې وی چې پر خپلو پښو ولاړ وی، خو داسې ونه شو او لا هم دغه ځواکونو د جگړو پر مهال د بهرنيانو مرستې ته اړ دي.

پخوانی لوی درستيز شير محمد کريمي وايي، افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتلو د نورو ستونزو تر څنگ د افغان امنيتي ځواکونو پر روحيه هم منفي اغېز درلود. دی زياتوي: «د دوی وتلو تر ډېره زموږ پر امنيتي ځواکونو اغېز وکړ، که څه هم چې افغان ځواکونه په مېړانه وجنگېدل او لا جنگېږي، خو بهرنيان بايد نه وی وتلي او د دوی وتو منفي اغېز ولاره».

ښاغلی کريمي لا هم افغان ځواکونه د بهرنيانو مرستې ته اړ بولي، ځکه چې په يوازې ځان له شته دښمن سره مقابله نه شي کولی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانی سياسي معين جاويد لودين هم پر امريکايانو نيوکه کوي، چې د امنيتي ځواکونو په تجهيز او ملاتړ کې يې کمی کړی او هغوی يې په نيمه کې پرې ايښي دي. دی زياتوي: «په هغسې وضعيت کې د امريکايانو دا پرېکړه له وخته مخکې او اشتباه وه، چې هغوی پرې پوهېږي. موږ دا نه غوښتل چې امريکا د تل لپاره دلته پاتې شي خو دا توقع مو لرله چې امنيتي ځواکونو پر خپلو پښو د ولاړېدا مرحلې ته ورسوي».

خو افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې دوی خپلو کړو وعدو ته ژمن دي او تر اوږد مهاله به د افغان حکومت او امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

بل پلو د افغانستان ځينې نور چارواکي او سياستوال هېواد کې روان کړکېچ په لوی لاس د امريکا له لوري رامنځته شوی او د امریکا شتون يوازې د خپلو گټو لپاره بولي. دوی په دې باور دي، چې د بهرنيانو له لوري حالات داسې راوستل شوي، چې په دواړو حالتو شتون او نه شتون کې يې وضعيت خراب پاتې شي او د افغانستان خلک د تل لپاره بهرنيانو ته اړ وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button