امریکايي پوځي بو برگډال چې له طالب بندیانو سره تبادله شوی د امریکايي محکمې له لوري یې محاکمه تر راتلونکي فبرورۍ پورې وځنډېده.
۳۰ کلن بو برگډال په دې تورن دی چې په ۲۰۰۹م کال کې له خپل نظامي اډې څخه تښتېدلی دی.
د برگډال مدافع وکیلان د محکمې له دې حکم څخه خوښ نه دي. ځکه چې په راتلونکي فبرورۍ کې به د امریکا نوی ولسمشر ټاکل شوی وي. د برگډال مدافع وکیلان له دې وېره لري چې که په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرامپ ولسمشر شي نو شاید له برگډال سره ناوړه چلند وکړي.
تر دې مخکې ډونالډ ټرامپ ویلي وو چې برگډال یو خاین پوځي دی چې له خپلې دندې څخه یې انحراف کړی او باید اعدام شي.