
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف تېره اوونۍ په لندن کې د زړه عملیات وکړ او تر دې دمه هلته د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دی تر څو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ شي او بېرته خپل هېواد ته راوگرځي.
کرزی چې لندن کې د چاتم هاووس د کلني کنفرانس لپاره تللی د نواز شریف د عیادت لپاره نن د هغه ځای ته ورغلی وو او له هغه سره یې د عیادت تر څنگ د افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو لرلو لپاره هم خبرې کړي دي.
کرزي ویلي چې افغانستان له خپلو گاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تر څنگ یې د نواز شریف لپاره یې د عاجلې شفا دعا هم کړې ده.