د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست مشر، رحمت الله نبیل اسلام اباد ته د ولسمشر له سفر وروسته پر خپلې فېسبوک پاڼې یوه لنډه ترخه لیکنه خپره کړې ده. نبیل پر ولسمشر توندې نیوکې کړې چې د ده په خبره ولسمشر د پاکستان د توپ یوویشتو ډزو «وېرولی» یا «ذوق زده» شوی.
ملي امنیت مشر داسې مهال اسلام اباد ته د غني پر سفر نیوکې کوي، چې له سفر سر هم مهاله د هلمند خانشین ولسوالۍ طالبانو نیوله او ټوله ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه. د ملي دفاع وزارت د وژل شوو شمېر ۳۷ تنه ښودلی؛ خو وسله وال طالبان تلفات تر دې ډېر لوړ ښيي.
رحمت الله نبیل د کنایې په ډول داسې ښيي چې ګواکې کله چې نوازشریف وویلې چې «د افغانستان دښمنان د پاکستان د ښمنان دي؛ نو هماغه شېبه د افغانستان دښمنانو غونډه کې حضور درلود». نبیل د پاکستاني طالبانو مشر، چې ویل کېږي په ختیز افغانستان کې مېشت دی، د ای ایس ای لوبه ګڼلې ده.
نبیل داسې مهال پاکستان ته د غني پر سفر نیوکې کوي، چې افغان حکومت یو ځل بیا له پاکستان سره هوکړه کړې چې د دغه په هېواد په نوښت به «له طالبانو سره د سولې خبرې» بیا پيل کړي.
د ملي امنیت مشر د خپلې توندې لیکنې په پای کې لیکي: «دا زما ۵۰۰۰کلن تاریخ شو؟ چې د ۶۰کلن تاریخ په مقابل کې په ګونډو شو!». نبیل تلویحاً د افغانستان او پاکستان تاریخونو ته اشاره کوي.
تر دې دمه د حکومت کوم ویاند د ملي امنیت د مشر د څرګندونو په باب غبرګون نه دی ښودلی.