سيمه او نړۍ

«الشباب» شپېته کينيايي پوځيان وژلي دي

د سوماليې جهادي ډلې «الشباب» د دې هيواد سويل ختيځ لور ته د شپېتو کينيايي پوځيانو د وژلو ادعا کړې ده. د دغه گوند وياند عبد العزيز ويلي دي، جگړه مارو يې نن سهار وختي په «عيل عدي» ښار کې د کينيايي پوځيانو يو مرکز وهلی دی او درې شپېته پوځيان يې وژلي دي. دغه ښار د پلازمېنې مقديشو په پنځه سوه پنځوس کيلومترۍ کې پروت دی.

عبد العزيز زیاته کړې ده، له جگړې وروسته يې دغه پوځي مرکز او عيل عدي ښار نيولي دي.

د الجزيره وېبپاڼې له راپور سره سم عيني شاهدانو دغه جگړه تاييد کړې ده او رسنيو ته يې ويلي، چې له پنځوسو د ډېرو کينيايي پوځيانو او سومالي ترجمانانو مړي يې سيمه کې ليدلي دي. نورو خلکو هم ويلي دي، چې دغه جگړه د موټر بم له چاودنو سره پیل شوه.

د سوماليې پوځيانو منلې ده، چې د کينيا پولې سره نږدې په پوځي مرکز کې مېشتو پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې نه ده ښودلې.

له جگړې وروسته د کينيا پوځي الوتکو پر سيمه بمونه ورولي دي، خو تلفات يې څرگند نه دي.

د کينيا دفاع وزارت بيا وايي، چې جگړه مارو د سومالي پوځيانو پر مرکز بريد کړی او د دوی پوځ مرستې ته ورغلی دی، خو وزارت هم د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دی ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button