آسیان تر اروپایي ټولني پراخه شوه
آسیان د سویل ختیځې اسیا د لسو هیوادونو له لوري جوړه شوي ټولنه ده. د دې ټولنې غړیې اندنیزیا، مالیزیا، لاوس، تایلیند، کمبودیا، برما، فیلیپین، ویتنام، سینګاپور او برونایی هیوادونه دې. آسیان دا ټولنه په ۱۹۶۷ کال کې د کمونیزم د مخنیويی لپاره جوړه شوی وه اوسهمال د دې هیوادونو نفوس ۶۲۵ میلیونه تنو انسانانو ته رسیږی او د دې هیوادونو کلنۍ بودیجه ۲.6 ټریلیونه ډالره ده.آسیان د ارپایې او شماليې امریکا له ټولنو څخه ستره ده. د شته منابعو په پام کې نیولو سره آسیان له اروپایي او شمالي امریکا له ټولنو څخه ستره اقتصادي ټولنه ده.
د نومبر په ۲۳ د دې هیوادونو مشرانو په مالیزیا کې غونډه درلوده. په پای کې مشران دې هوکړې ته ورسېدل چې د آسیان د هیوادونو تر منځ به شته ستونزې له منځه وړي. دوی به خپلو کې ازاده سوداګري لري. د دې هیوادونو ترمنځ به تارفه او د مالیې سیستم له منځه وړل کیږي. کاریګر او نور پوهان کولای شی چې د آسیان په هیوادونو کې راشه درشه وکړي.
د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رازق د هوکړې د لاسلیلک پر مهال وویل: «دا د سیمې هېوادونو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. که موږ په خپلې هوکړې ترسره کړو، شو کولای شو چې له هند او چین سره رقابت وکړو. موږ اوس یو مارکیت لرو هر څه مو یو دي». نجیب رازق همدارنګه زیاته کړه چې «د آسیان د ټولنې د هېوادونه پانګه به تر ۲۰۲۰ پوري ۴.۷ ټریلیونه ډالرو ته وده وکړي او تر ۲۰۳۰ کال پوري به آسیان د نړۍ څلورم اقتصادي ځواک وي».
د دې چانس تر څنګ آسیان هېوادونه په خپلو کې ډېرې ستونزې لري. د دې هېوادونو اوسېدونکي د ګڼو مذهبونو لارویان دي. خپل منځ کې د پولې پر سر شخړې لري. په لاوس او ویتنام کې کمونېستي نظام واکمن دی، تایلیند د پوځ له لورې اداره کېږي، برونایي کې پاچا وکمن دی، د کمبودیا او ویتنام پر پولې سره شخړه لري .
د اسیا پرختیایي بانک ته د امریکا پخواني استازي چورتس چاین وویل «دا به وخت ثابته کړي چې د آسیان هېوادونه به خپلې هوکړې ته ژمن پاتي شي او کنه».