سيمه او نړۍ

روسيه او ترکيې پر پوځي-استخباراتي همکارۍ سلا شول

د اکتوبر په لسمه نېټه دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره وکتل او له غونډې وروسته يې څرګنده کړه چې، دواړه لوري د نظامي او استخباراتي همکارۍ په رامنځ ته کولو هوکړې ته رسېدلي.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين ويلي دي چې: « د تخنيکي نظامي همکاریو په تړاو موږ تيار يو چې ورته همکاريو او نورو مهمو مشترکو پروژو ته ادامه ورکړو».

د روسيې ولسمشر وویل چې، دواړو لورو ډېر وخت د سوريې حالاتو د څېړلو لپاره ځانګړی کړ. د ده هېواد او ترکيه دواړه زر تر زره په سوريه کې د وينې تويېدو مخې نيولو ته اړتيا ويني.

پوتين په ټينګار سره په سوريه کې د ژر سياسي حل غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې، څوک سوله غواړي بايد د سولې له بهيره ملاتړ وکړي.

د روسيې او ترکيې دغه پرېکړه د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټيفن ديمېسټورا هغه تجوزيونه تاييدوي چې له مخې يې بايد له حلب څخه وسله وال و وېستل شي.

پوټين څرګنده کړه چې، اردوغان يې د روسيې له تجويزه چې، د کاستيلو – د حلب په شمال کې استراتيجيکي لارې- ټول ځواکونه لري کول دي، خبر کړ او هیله يې څرګنده کړ چې، دغه تجويز بايد د شنبې په ورځ په سوېس کې تر بحث لاندې ونېول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button