سلايډسيمه او نړۍ
د ترکیې په چاودنه کې اووه پولیس وژل شوي
د ترکیې په جنوب ختیځ ښار دیار بکر کې موټر بم چاودنه شوې. په دغه چاودنه کې اووه پولیس او ۲۳ ملکیان ټپیان شوي. د دیاربکر ښار ډيري استوګن کردي ترکان دي.
په تېرو څو میاشتو کې دا څوومه چاودنه ده چې د ترکیې د پلازمېنې په ګډون مهم ښارونه په نښه کوي. د ترکیې حکومت د ګاونډي سوریې په کورنۍ جګړه کې مهم رول لري او زرګونه کډوالو ته یې پناه ورکړې ده.
چاودنه د موټرو په تمځاي کې د پولیسو پر موټر شوې، چې ملکي او امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. په چاودنه کې ډير موټر ویجاړ شوي.
د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې؛ خو ګومان کېږي چې د ترکیې کرد بېلتونپالې ډله به په کې ښکېله وي.