څلوېښت کډوال د ترکیې اوبو کې غرق شول
په دوو جلا پېښو کې شاوخوا څلوېښت کډوال د ترکیې په اوبو کې غرق شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له ناقانونه لارو څخه اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
د یوه بل راپور له مخې پولیسو رسنیو ته ویلي چې د یونان فارماکونیسي ټاپو وزمې ته نږدې د مسافرو یوې بلې کښتۍ له ډبرو سره ټکر کړی چې د کښتۍ پنځوس تنه سپرو ټاپووزمې ته پناه وړې ده.
سیمې ته مرستندویه ادارې رسېدلي چې له ټپیانو سره بیړنۍ مرستې وکړي او پاتې نور مسافر چې تر دې دمه بېدرکه دي په اړه یې پلټنه وکړي.
تمه ده چې نن د ترکیې او جرمني حکومتي چارواکي په برلین کې د مهاجرو د کړکېچ په اړه ناسته وکړي. د جرمني لومړۍ وزیرې انگیلا مېرکل له ترکیې او یونان څخه غوښتنه وکړه چې خپلې پولې د کډوالو په وړاندې وتړي. د فرانسې لومړي وزیر مانويل والس هم له اروپایي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د دې خطر د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي. والس زیاته کړه چې دا د اروپا د راتلونکي لپاره خطرناک دي.