د سولې څلور اړخیزې ناستې له هغې وروسته ودرېدې چې وسله والو طالبانو په دغه بهیر کې له ورگډېدو انکار وکړ. افغان حکومت تمه لرله چې طالبان به د پاکستان په فشار په مخامخ خبرو کې گډون وکړي.
د څلور اړخیزو ناستو وروستۍ هغه د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې ترسره شوه چې اسلام اباد په کې ژمنه وکړه چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د طالبانو استازي د افغان حکومت له استازو سره نېغ په نېغه خبرو کې گډون کوي.
طالبانو د مارچ په لومړۍ اوونۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څلور اړخیزه ناستو کې گډون رد کړ. طالبانو لیکلي و: «موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې د اسلامي امارت محترم زعیم په دې [څلور اړخیزو] غونډو کې د گډون لپاره هېڅ چا ته هم وظیفه نه ده سپارلې او نه هم د اسلامي امارت رهبري شورا په دې غونډو کې د گډون فیصله کړې».
د طالبانو له رد وروسته د څلور اړخیزو ناستو بهیر ټکنی شو. د وسله والو مخالفینو له ډلې د حکمتیار حزب اسلامي د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړې. تر اوسه په دغو خبرو کې د کوم پرمختگ خبر نه دی ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام اباد کې د ولسمشر غني ځانگړی استازی او سفیر، عمر زاخېلوال خبر ورکړی چې د څلور اړخیزو ناستو بل پړاو به هم ترسره شي. زاخېلوال ویلي چې د بلې غونډې وخت او ځای به د روانې میاشتې تر اخره په گوته شي.