د افغانستان او پاکستان د اقتصادي کميسيون غونډه وشوه
د افغانستان او پاکستان د لسم اقتصادي کميسيون غونډه پرون ترسره شوه.
د پاکستان لومړي وزير نواز شریف وویل: «پاکستان له خپل ورور هېواد افغانستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوي، موږ تیار یو چې د سولې په خبرو کې له کابل سره مرسته وکړو». نواز شریف د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه او خپل رضایت یې څرګند کړ. هغه وويل، افغان حکومت غواړي چې ښې او دوه اړخیزې اړیکې سره ولرو.
نواز شریف دغه راز د دوه اړخیزې سوداګرۍ په ارزښت خبرې وکړې. هغه ده زیاته کړه: «دواړه هېوادونه باید د خپلې سوداګرۍ د لا ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي تر څو ۲۰۱۸ م کال پورې زموږ سوداګریزه راکړه ورکړه ۵ تریلیون امریکایي ډالرو ته ورسېږي». نواز شریف خپله لیوالتیا ښکاره کړه چې دوی به د پاکستان له لورې شوې ژمنې د روغتیا، ښوونې او نورو زیربنایي برخو کې ترسره کړي او دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي. غونډه کې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار، د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز او د نواز شریف سکرتر فواد حسن ګډون لاره.
په دغه غونډه کې د افغانستان له لورې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ولسمشر سلاکار همایون قیومي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسیزي ګډون درلود. اکلیل حکیمي چې د افغان پلاوي مشري یې په غاړه لرله وویل: «ولسمشر اشرف غني په متواتر ډول له پاکستان سره په ښو اړیکو کلک باور لري. پاکستان په امنیتي، اقتصادي او سیاسي چارو کې افغانستان خپل مهم ملګری بولي او د دواړو ولسونو تر منځ اړیکو ته ارزښت ورکوی». اکلیل حکیمي زیاته کړه چې زموږ پالیسي پر تاریخي، مذهبي، کلتوري، ګډه ژبه او جغرافیوي مشترکاتو باندې ولاړه ده چې دغه ګډ ارزښتونه مو سره نشي بېلولای.
هغه دغه راز زیاته کړه چې دواړه هېوادونه یو پر بل ژوري اغېزې لري او هر څه چې په یوه هېواد کې پېښېږي د هغه اثر پر بل هېواد ډېر ژر ښکاري. که چېرې له تاريخي نظره تېرې لسیزې ته وګورو نو موږ ته ښکاري چې د یوه هېواد ناامني او بې ثباتي د بل هېواد د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل و، همدارنګه په یوه هېواد کې سوله د بل هیواد پر سولې او ارامۍ ژورې اغېزې لرلې.
اکلیل حکیمي زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان د مرکزي اسیا د هېوادونو تر منځ په ترانزیتي مرکز بدلیدای شي. ده زیاته کړه چې زموږ د تېر کال شوې ژمنې تر اوسه نه دي تر سره شوي، افغان سوداګر تر دې دمه هغو پخوانیو ستونزو سره مخ دي.