سلايډسيمه او نړۍ

ترکيه کې موټر بم چاودنه شوې

ترکي رسنيو خبر ورکړی، چې دوو تنو ځانمرگو بريدگرو وروسته له هغه خپل چاودېدونکي توکي والوزول، چې د پوليسو له لوري تعقيب شول او تسليمېدو غوښتنه ترې وشوه.

پېښه د ترکيې پلازمېنې انقرې ته څېرمه د اسونو په يوه څړځای کې رامنځته شوې ده. اناضول خبري اژانس ليکلي دي، چې دوو تنو ځانمرگو غوښتل د موټر بم په واسطه بريد ترسره کړي، خو د پوليسو له لوري کشف او تعقيب شول.

د انقرې والي ارجان توباجا رسنيو ته ويلي، چې پوليسو د يوه بريدگر پېژندگلو کړې ده او گمان کېږي چې دويم يوه مېرمنه وي. دغه راز د دريم بريدگر د شتون اوازه هم ده چې د والي په وينا پوليس يې په لټه کې دي.

پېښه کې د ځاني تلفاتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويل شوي نه يې هم کوم گوند پړه پر غاړه اخيستې ده.
خو ګومان کېږي چې دغه بريد د ترکيې د وسله والو کردي مخالفينو له لورې اداره شوی وي، ځکه په دې وروستيو کې ترکي حکومت د هغوی پر ضد د سوريې پر پوله عمليات پيل کړي دي او هغوی يې د ځواب ګواښ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button