د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انور الحق احدي نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د ملي یووالي حکومت تش په نامه د ملي یووالي نوم ځانته ورکړی. د احدي په وینا حکومت د دې وړتیا نه لري چې امنیت، سوله او ارامي ولس ته راوړي او له ولس سره په شوو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
احدي د خپلو ویناوو په ترڅ کې د ملي یووالی حکومت له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې استعفاوې دې ورکړي ځکه چې دوی نور ناکام دي.
احدي همداراز د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د کامیابو خبرواترو هر کلی وکړ او له حزب اسلامي څخه یې غوښتنه وکړه چې د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته دې د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ ونه کړي.
ډاکټر احدي همداراز زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت له لویې جرگې وېره لري چې د دوی حکومت به له منځه یوسي خو ولس نور بیا داسې بې مسوولیته حکومت نشي زغملی.
احدي د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د ملي یووالي حکومت له لوري شوې ژمنې په یخ لیکلې او لمر ته اېښودلې وبللې.