روانې چارېسلايډ

سترګې په لاره اوسئ/ حبیب وقار

د تېر یوه کال په ترڅ کې بېلابېلې ترسره شوې نظر پوښتنې ښيي چې د افغانستان ډېری خلک له روان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت څخه سخت ناراضه دي، خو جمهوري رياست، د كرنې، د كليو او پراختيا وزارتونه وايي، داسې هڅې يې پيل كړې چې د هېواد د پرمختګ تر څنګ به زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته کاري فرصتونه په لاس ورکړي.

د حکومت له لوري دا تیاری له هغه وروسته اعلانېږي چې زرګونه افغانان په تېرو شپږو میاشتو کې خارج ولاړل او په کور دننه د ځوانانو د بې روزګارۍ له امله د خلکو او مدني بنسټونو چیغې اسمان ته پورته شوې.

جمهور رئیس اشرف څو ورځې وړاندې د ځوانانو له پاره د کارموندنې پروګرام د پرانستې په مراسمو کې وویل چې د دې پروګرام په تطبیق سره به په کليو او ښارونو کې زرګونه افغانان د کار څښتنان شي. جمهور رئیس اشرف غني په دغه غونډه کې ټينګار وكړ چې بايد خپله لاس په کار شو، په خپلو کورنيو سرچينو کار وکړو او د بهرنیو مرستو په تمه شپې سبا نه کړو.

د افغانستان اقتصاد چې د كرنې وزارت د سروې له مخې اويا په سلو كې پر کرنه ولاړ دی؛ نو ولسمشراشرف غني دې ټکي ته په كتو د کارموندنې په پروګرام کې کرنې ته لومړيتوب ورکړ او ویې ویل: ((د کار پیداکولو په پروګرام کې به لومړی له بزګرانو سره نغدي مرسته کوو چې په لومړي پړاو کې ۴۷۰۰ کلي په پام کې نيول شوي او د کال تر پای پورې به دا شمېره ۱۵زره کليو ته ورسوو.))

ولسمشراشرف پانګه والو او هېوادوالو ته د سهولتونو د رامنځته كولو په برخه کې وویل چې تر راتلونکي ژمي پورې به خپله کورنۍ برېښنا دوه برابره کړي:(( په ۱۷ ولايتونو کې به د برېښنا ۱۷ واړه او لوی بندونه جوړ کړو، د همدې بندونو له پاره لومړنۍ څېړنې شوې دي چې د همدې بندونو د جوړولو او برېښنا د توليد له پاره به ۲۵ زره کسان په کار وګمارل شي.))

د کار موندنې په پروسه كې د كليو او پراختيا وزارت هم مهم رول لري. د کلیو او پراختیا وزیر نصيراحمد دراني وايي چې تر راتلونکو ۴ مياشتو پورې یې ۲۱۰ زره تنو ته د کاري فرصتونو د برابرولو پرېکړه کړې ده:

((په دې برخه کې عملا په کابل کې کار پیل شوی او په لومړي ګام کې مو ۴۳۰ کسان په کار ګمارلي دي چې ۲۱۵ تنه يې انجنيران او ۲۱۵ تنه نور یې ټولنيز کارکوونکي دي.))

دراني وايي چې د کارموندنې پروګرام لومړی پړاو یې د ۳۵ ملیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل کړی چې په ترڅ کې به یې په بغلان، بلخ، فراه، فاریاب، هرات، کندوز، خوست، کونړ، کندهار، لغمان، ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې دوه نیم ملیونه کاري ورځې ایجاد شي.

د کلیو او پراختیا وزیر زیاتوي چې جذب شوي کسان به د پروژو د حفظ او مراقبت او د پروژو په عملیاتي چارو کې په دندو وګمارل شي. د دراني د معلوماتو له مخې د کارموندنې دوهم پړاو په ۱۵ زره کلیو کې تطبیقیږي چې شاوخوا ۳۷۳ زره تنو ته به کاري فرصتونه برابر کړي. دراني وايي چې د کارموندنې پروګرام درېیم پړاو د افغانستان په ۳۶ کلیو کې تطبیقیږي چې ۹۰۰ زره تنو به کاري زمینه مهیا کړي. د کلیو او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه پړاو کې به ۵۴ ملیونه کاري ورځې د هغو کسانو له ایجاد شي چې په کار پسې سرګردانه دي.

اقتصادپوهان که څه هم د کارموندنې په برخه کې د ملي وحدت حکومت تازه هڅې ستايي، خو ورسره وايي چې دا هڅې په دایمي توګه افغانان له بې روزګارۍ څخه نشي ژغورلی. د چارو کارپوه نصیر کوټوال پر همدې عقیده دی. نوموړی وايي چې حکومت باید د دایمي او دوامداره کاري فرصتونو په برابرولو پانګونه وکړي:

(( په کليو کې کارونه او يا هم د ښار پاکولو لړۍ لنډ مهاله چارې دي، افغانان اوږدمهاله کاري فرصتونو ته اړتیا لري. حکومت دې فابريکې جوړې کړي، يا دې پانګوالو ته د پانګونې اسانتياوې برابرې کړي، دا به د ځوانانو لپاره د اوږدې مودې كارونه برابر كړي.))

د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل بل مورد دی چې په زرګونه افغانانو ته په کې د کار زمینه برابرېدلی شي. جمهور رئیس اشرف غني د روان میلادي کال تر پایه د دغې پروژې د پیل خبره کړې ده. په هغه اعلامیه کې چې د جمهوري ریاست له لوري رسنیو ته استول شوې، په کې ویل شوي چې تر یوې میاشتې پورې به له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو د لېږد چارې عملا پیل شي.

هاخوا د ترکمنستان ولسمشرقربانقلي بيردي محمدوف هم په خپل هېواد کې دوو كمپنيو ته امر كړى چې د ټاپي پروژې د ګازو د نلليكې د جوړېدو عملي کار په څو اوونیو کې پيل کړي. دا نل لیکه ۱۸۰۰ كيلومتره اوږدوالى لري او شاوخوا ۷۳۵ کيلومتره يې د افغانستان له خاورې تېرېږي. په دې پروژې به تر لس مليارده ډالرو ډېر لګښت راشي او ویل کېږي چې په افغانستان کې به نږدې ۵۰ زره تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.

باغداري

بل پروګرام چې د ملي يووالي حكومت يې د اقتصاد د پرمختګ له پاره د كرنې وزارت له لارې پلى کوي، باغداري ده. د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د «ان اچ ال پي» موسسې په ملاتړ او همکارۍ به دوی د بزګرو د هڅونې له پاره په راتلونکي کې باغدارانو او بزګرو ته په زرګونو مېوه لرونکې او بې مېوې ونې ووېشي.

د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې د باغونو د ملي پروژې مسوول انجنير محمد غلام ملاخېل وايي چې د باغونو له پاره شاوخوا ۳ زره جرېبه ځمکه د هېواد په شمال او شمال ختیز کې په نظر کې نيول شوې ده: (( په دې باغونو کې د بادامو، ناکو، چهارمغزو، ترکي مڼو، الو، زردالو، ګيلاسو، انګورو او د وطني مڼو ونې كېنول شي.))

باغداران او اقتصادپوهان د حکومت له دې اقدامه هرکلی کوي او وايي چې د باغدارۍ په زیاتېدو سره به نه یوازې کلیوال بزګر ګټه وکړي، بلکې په ښارونو کې به د مېوو د بازارونو او مارکېټونو په پراختیا ډېرو خلکو ته د کار او روزګار زمینه هم برابره شي. په کابل کې د مڼو یو تن سوداګر حاجي سرورخان نیازی همدا خبره کوي. نوموړی وايي چې د باغدارۍ پراختیا، هم د کلیوالو په ګټه ده او هم د ښاریانو:

(( تاسې وګورئ کله چې باغونه ډېر شي، مزدور ته هم ډېر ضرورت وي، مڼې راټولوي، انګور راټولوي، چارمغز راټولوي او چې کله دا مېوې ښار ته انتقال شي، دلته هم مزدوکار ته ضرورت دی او فابریکې والا ته ضرورت چې کارتن یې کړي.))

باغ لرونکي که څه هم د باغدارۍ د پراختیا په برخه کې د حکومت د پروګرامونو هرکلی کوي، خو ورسره د مېوو د خرڅلاو له بازارونو هم په وېره کې دي. د وردګو د چک ولسوالۍ د لوړ کلي اوسېدونکی استاد رحيم الله وايي چې د دوی مڼې اوس د وچو وښو په بيه پلورل کېږي:

((مخکې به مو چې باغونه وپلورل د ټول کال لګښت يې پوره کاوه، خو اوس چې مڼې بازار نه لري او پاکستان يې په نيمه بيه اخلي، موږ ته باغونه ګټه نه کوي.))

نوموړى وايي، حکومت ته پکار ده چې د باغدارۍ له پراختیا سره جوخت د مېوو د پېر او پلور له پاره هم بازار موندنه وکړي: (( دا کوښښونه چې سره یو ځای وي، بیا ټول ګټه کوي، که یوازې باغونه ډېر کړو، او مېوه مو خرڅه نشي، ټول به وږي وو.))

سوداګري

په تېرو اوو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له يو نيم مليارډ ډالرو اوښتې ده. د ایران د ګمرک د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د روان کال د وري له میاشتې بیا تر لړم پورې د ۵۳۹ ملیونه او ۸۱۵ زره ډالرو په ارزښت دوه مليونه ۳۱۵ زره او ۴۵۰ ټنه بېلابېل توکي افغانستان ته صادر شوي دي. همداراز له افغانستان څخه ایران ته د وارداتو د پام وړ کچې پر وړاندې د نهه ملیونه او ۸۱۳ زره ډالرو په ارزښت لس زره ۲۰۶ ټنه بېلابېل توکي ایران ته صادر شوي دي.

د شمېرو له مخې په دې موده کې له چين، اماراتو او هند وروسته افغانستان ته ډېر واردات له ایران څخه دي.

له ایران سره افغان سوداګرۍ داسې مهال پراختیا موندلې چې ولسمشرمحمداشرف غني قزاقستان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره هم د سوداګرۍ پر بهبود او راکړې ورکړې ټینګار کړی. ویل کېږي چې افغانستان او قزاقستان به په خپلو منځو کې د غنمو، زعفرانو، وچې، تازه مېوې او د مرمرو ډبرو سوداګریزه تبادله ولري.

ولسمشر غني له خپل قزاقي سيال دا هم غوښتي چې د سوداګرو د ستونزو د حل له پاره دې په قزاقستان کې د یو افغاني بانک څانګه او یا داسې یو بنسټ جوړ شي چې د افغان او قزاق سوداګرو له پاره د سوداګریزو چارو اسانتیاوې برابرې کړي.

همداراز جمهور رئیس اشرف غني له قزاقستان غوښتي دي چې د افغان سوداګرو له پاره د ترانزیټ بیې راټیټې کړي.

منتقدین له ګاونډیو هېوادو په تېره بیا، له ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان سره د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا ستايي او وايي چې نه یوازې به په بېلابېلو برخو کې خلکو ته کارونه پیدا شي، بلکې افغانستان به پر یوه هېواد له اتکا کولو هم وژغوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button