خبرونهسلايډ

یو «ډاکټر» چې ډاکټران وژني

 

ډاکټر ظاهر سهلول امریکا کې مېشت سوریايي ډاکټر دی چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د دمشق د طب پوهنځي کې خپلې زده کړې تر سره کولې چې له فراغت وروسته امریکا ته کډه شوی او اوسمهال هلته په امریکا کې د سوریایانو د ډاکټرانو د ټولنې غړی دی. سهلول وايي چې د لیسانس په دورې کې بشار الاسد زما د ټولګيوال وو خو ملګرتیا مو سره نه لرله.

سهلول زیاتوي چې بشار الاسد د خپل پلار حافظ الاسد دویم زوی وو په پوهنځي کې ملګرو پېژانده چې د دیکتاتور دویم زوی دی خو بشار بیا یو بې زړه انسان وو چې دا تمه ترې نه کېده چې یوه ورځ به د زرګونو انسانانو قاتل شي. تر بشار الاسد مخکې مشر ورور یې د پلار ځایناستی وو خو هغه په ترافیکي پېښې کې مړ شو او د پلار له مرګه وروسته بشار الاسد د سوریې ولسمشر وټاکل شو.

بشار الاسد د عربي پسرلي له پیل راهیسې له خپل ولس سره لاس او ګریوان دی او د روځې لسګونه خلک د ده د بمبارۍ له کبله وژل کېږي او ملیونونه انسانان یې دېته مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي. بشار الاسد د خپل ولس د ژولو لپاره له روسي قصابانو هم کار واخیست او د ۲۰۱۵ له سپتمبر راهیسې روسانو هم په سوریه کې بمباري شروع کړه.

ډاکټر بشار الاسد د راپورنو له مخې له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر دې دمه ۷۵۰ ډاکټران وژلي او شاوخوا ۳۷۳ ځله یې روغتیايي ادارې په نښه کړي چې په کې ۲۶۵ روغتونونه له منځه تللي دي. تېره پنجشنبې د اسد جگړه‌مارو د حلب د ښار پاتې شوي روغتونونه هم بمباري کړې چې د ملگرو ملتونو د سازمان مشر بانکي مون دغه کړنه یو جنگي جرم وباله.

سوریه به له دې جنگونو خلاصه شي او سوریایان به خپلو کورونو ته راوگرځي خو د بشار الاسد تاریخ به پاتې شي او د وخت دغه قصاب به هیڅوک معاف نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button