د فارياب اوسېدونکي وایي، چې د پاڅونوالو قوماندان او د ولايتي شورا د رييس طاهر رحماني پلار له دوه نيمو مياشتو راهيسې پر پښتونکوټ ولسوالۍ او شبرغان ښار اوبه تړلې دي. د شبرغان ښار او پښتونکوټ اوسېدونکو نن له همدې امله يوه اعتراضي غونډه درلوده.
اعتراض کوونکو ادعا وکړه، چې د پاڅونوالو قوماندان او د ولايتي شورا د رييس پلار غلام قادر رحماني له دوه نيمو مياشتو راهيسي برې اوبه تړلې دي. هغوی وايي، د اوبو د نشت له کبله له گڼو ستونزو سره مخ دي او کښتونه يې له منځه تللي دي.
د غونډې يوه گډونوال محمد صالح رسنيو ته وويل، چې پر خپله زمکه مې ترکاري او مېوې کرلې وې، خو د اوبو د نشت له امله هر څه د له منځه تلو په حال کې دي. هغه زياته کړه: «د همدې کښت له لارې مې د خپلې کورنۍ خرچ برابراوه، خو اوس حيران يم، چې څه وکړم».
اعتراض کوونکو وويل، چې د پاڅونوالو مشر د پښتونکوټ د يوه کلي له خلکو سره دښمني لري او د هغوی پر سر يې پر زرگونو خلکو اوبه تړلې دي، چې له امله يې له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان دي. دوی ادعا کوي، چې پنځوس زره کورنۍ د اوبو له نشت سره مخ دي.
د پښتونکوټ د خلکو شورا رييس ډاکټر نور هم وويل، چې د اوبو تړلو له امله زرگونه جريبه فصل د خرابېدو په حال کې دی. نوموړي زياته کړه: «د ولايتي شورا رييس نېغ په نېغه په دې مساله کې ښکېل دی او که داسې نه وی، بايد تر اوسه يې د خلکو د استازي په توگه د هغوی ستونزې اوارې کړې وی».
يو بل اعتراض کوونکي وويل، نه يوازې دا چې له دوه نيمو مياشتو راهيسې پر خلکو اوبه تړل شوي دي، بلکې له دېرشو کالو راهيسې د دغه پخواني جهادي او اوسني د پاڅونوالو د قوماندان ظلم پر خلکو روان دی او د مخنيوي يې څوک نه شته.
خلکو وويل، په دې اړه يې له اختر وړاندې ډېرې هڅې وکړې، چې د حکومت په مرسته ستونزه اواره شي، خو چا يې غږ وا نه ورېد.
د ولايتي شورا رييس وايي، د اوبو لانجه د دوو کليو تر منځ حقوقي موضوع ده، چې بايد حکومت ورته حل لاره پيدا کړي. د فارياب والي انور سادات هم د پېښې پخلی کوي، خو په وينا يې تر اوسه پوی نه دی، چې ولې د پښتونکوټ او شبرغان ښار پر خلکو اوبه تړل شوې دي. هغه وايي، ډېر ژر به د دې ستونزې د اواري هڅې پيل کړي.