افغانستان

بدخشان کې ځايي قوماندان يو تن د لوړ غره له سره لاندې غورځولی

د بدخشان اوسېدونکي وايي، چې د دې ولايت په گڼو ولسواليو کې ناقانونه وسله وال قوماندانان واکمن او يوازې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يې د يوې ښځې په گډون درې ولسي وگړي وژلي دي.

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري وايي، چې يوازې کران و منجان ولسوالۍ کې قوماندان شريف او عبدالمالک نږدې اته سوه ناقانونه وسله وال لري او د سيمې پر خلکو هر ډول ظلمونه کوي.

د امنيه قوماندان په وينا دغه ناقانونه خپل سري قوماندانان د لاجوردو کانونه په خپل سر باسي او له دې لارې د خپلو وسله والو اړتياوې پوره کوي.

غفوري زياته کړه، چې څو ورځې وړاندې د قوماندان شريف د ترور زوی د نا څرگندو وسله والو له لوري وژل شوی و او ده د دغه قتل په تور د سيمې څلور کسان نيولي او په دغو څلورو کسانو کې يې د ادينه محمد په نوم يو تن د غره له دوه سوه متره لوړ سره راغورځولی

د امنيتي چارواکو په وينا قوماندان شريف سره اوس هم درې تنه بنديان دي، چې د نوموړي د وسله والو له لوري سخت ډبول شوي او په زخمي حالت کې ترې د اقرار اخيستو هڅه کوي.

د کران و منجان ولسوالۍ امنيه قوماندان احمدشاه هم د دغو اتو سوو ناقانونه وسله والو پر وړاندې خپل ځان کمزوري بولي او د دوی د سرغړونو او خپلسرو کړنو پر وړاندې هېڅ نه شي کولای.

د کران و منجان امنيه قوماندان وايي، چې دوی د حکومت له لوري د خلکو امنيت ساتلو په موخه گومارل شوي، مگر د دغو ناقانونه وسله والو پر وړاندې دوی هېڅ نه شي کولای او له حکومته يې غوښتنه کړې، چې د دغو وسله والو د مخنيوي لپاره ځانگړې هڅې وکړي.

د ځايي خلکو په وينا د بدخشان ناقانونه وسله وال د سيمې د خلکو او امنيت پر وړاندې ستر خنډ دي او که بې وسلې نه شي، نو حکومت او ولس لپاره به ناوړې پايلې ولري.

قوماندان عبدالمالک د جمعيت قوماندان دی او د کران و منجان د لاجوردو کان په خپل زور کيندي او ټول عوايد يې خپل جيب ته اچوي.

عبدالمالک گواښ کړی، چې يوازې په هغه صورت کې د دغه کان واک حکومت ته ورکولای شي، چې ده ته په کې ستره برخه ورکړي او که د ده غوښتنه ونه منل شي، نو هېڅکله به حکومت ته د دې کان واک ور نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button