د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپل کمپاین په دورې کې امريکايي ولس ته ډاډ ورکاوه چې که دی د امریکا ولسمشر شي نو جگړه به پای ته ورسوي.
له ولسمشر کېدو سره سم په عراق او افغانستان کې په لومړیو کې د امریکايي ځواکونو ډېرول او له څه مودې وروسته یې شمېره راټيټه کړه او په پای کې د دواړو هېوادونو څخه د امریکايي سرتېرو د وېستلو مهال وېش وړاندې کړ.
د مهال وېش موده هم پای ته ورسېده او امریکايي پوځيان لا هم په افغانستان او عراق کې شتون لري.
په امریکا کې رسنیز گروپ رولنگسټن په خپل وروستي راپور کې خبر ورکوي چې باراک اوباما د جگړی د پای ته رسولو پر ځای جگړه نوره هم پراخه کړه.
د دې گروپ په وینا د اوباما له راتگ سره امریکايي بې پیلوټه الوتکو یوازې په عراق او افغانستان کې بمبارۍ کولې چې اوسمهال دغه بمبارۍ په یمن، لیبیا، سومالیې، پاکستان، عراق، سوریه او افغانستان کې تر سره کېږي.
له دې سره امریکايي پلي پوځيان سوریې ته ښکته شول او هلته یې گڼ عملیات هم ترسره کړي دي. د رولنگسټن د راپور له مخې د اوباما د ولسمشرۍ په دورې کې شاوخوا ۲۰۰۰ امریکايی سرتېري یوازې په افغانستان کې مړه شوي دي.
د رولنگسټن د راپور له مخې راتلونکي امریکايي ولسمشر ته دا یوه ستره ننگونه ده چې د امریکا دغه پراخې جگړې سره راټولې کړي او نور امریکايي سرتېرې له وژلو څخه وژغوري.