دوه ويشت ورځې وروسته له ازبکستانه را واردېدونکې برېښنا کابل سره ونښلول شوه. دغه برېښنا د بغلان ډنډشهاب الدين سيمه کې د ستنو نړېدو له امله پرې شوې وه، چې نن ماښام جوړه شوه.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي، ډنډشهاب الدين کې نړېدلې ستنې جوړې شوې او اوسمهال د ازبکستان څلورسوه ميگا واټه وارداتي برېښنا کابل ته توزيع شوې ده.
د برېښنا شرکت کارکوونکو د جمعې د ورځې تر ماښامه د برېښنا نښلولو ژمنه کړې وه، خو دا کار تر اوس ځنډېدلی و.
د دې شرکت رييس ميرويس عالمي وايي، اوس د برېښنا ټولې ويجاړې ستنې رغول شوې دي.
خو د بغلان جگړه لا هم دوام لري، امنيتي ځواکونه بمبارۍ او د درنو وسلو ډزې کوي او ويل کېږي، چې سيمه طالبانو په بمونو پوښلې ده.
په دې جگړه کې تر اوسه زرگونه کورنۍ بې ځايه شوي، او د بغلان د مدني فعالانو په وينا له اووسوو ډېرو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې، چې ډېره پړه يې د امنيتي ځواکونو پر غاړه ده.