د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز له بيبيسي فارسي سره په مرکې کې ویلې چې د افغاني طالبانو په وړاندې به له نظامي عملیاتو تر هغو کار وانهخلي چې د خبرواترو دروازې خلاصې وي.
سرتاج عزیز زیاتوي چې دوی د خبرواترو د پیل په هڅه کې دي؛ د عزیز په نظر نظامي هڅې د حل یوازینۍ لار نه ده.
سرتاج عزیز همداراز زیاتوي چې افغان حکومت له دوی څخه د افغان طالبانو په وړاندې یوازې د نظامي عملیاتو غوښتنه کوي چې دا د حل لاره نه ده. عزیز په افغانستان کې د ناټو شتون ته په اشارې سره وویل چې که نظامي عملیات د حل یوازینۍ لار وای نو په تېرو څوارلسو کلونو کې به دا ستونزه حل شوې وه.
سرتاج عزیز زیاته کړه چې د طالبانو په وړاندې تصمیم نیول د افغانستان د خلکو او حکومتي مشرانو په واک کې ده خو د پاکستان له نظره د سیاسي ستونزو حل یوازې د خبرو له لارې کېدای شي.
سرتاج عزیز وروسته له هغې دا څرگندونې وکړې چې اشرف غني د سولې څلور اړخیزې خبرې تحریم او له پاکستان څخه یې غوښتنه وکړه چې د طالبانو په ضد نظامي عملیات وکړي.
داسې ښکاري چې د ولسمشر اشرف غني وروستۍ غوښتنې د پاکستان له لوري رد شوي دي.