خبرونه
د اماراتو په عجمان سیمه کې اورلگېدلی

د دوبۍ په شمالي برخه د عجمان په سیمه کې په یوه اسمان څک ودانۍ کې اورلگېدلی دی. د دوبۍ پولیسو په خپل ټویټر پاڼه کې خبر ورکړی چې په تېرو څوارلسو میاشتو کې دا دریم وار دی چې د دوبۍ په لویو ودانیو کې اور لگېږي.
د پولیسو د راپورونو له مخې تر دې دمه د آلصوان په ودانۍ کې چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې او د ودانۍ اوسېدونکي ټول په محفوظ ټول نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
د دوبۍ حکومتي چارواکو له سیمې څخه کتنه کړې. د نوي کال په پیل کې هم د دوبۍ په زړه کې اورلگېدلی وو چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ.