خبرونه
د ولسي جرګې غړی د چاودنې ښکار شو
په ولسي جرګه کې د وردګو د خلکو استازی، شېرولي وردګ په یوه بمي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ښاغلی وردګ پرون مازیګر د خپل کور مخې ته ووژل شو.
د راپورونو له مخې، د شېرولي وردګ کور ته څېرمه د برېښنا بکس کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. ښاغلی وردګ له چاودني وروسته ټپي شو؛ خو روغتون ته پر لار یې ساه ورکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند هم د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي، چې پېښه کې ۱۱ کسان ټپيان شوي هم دي.
ارواښاد شېرولي وردګ د پوهنې پخواني وزیر، فاروق وردګ ورور و.
شېرولي وردګ حزب اسلامي ته مایل و چې د حزب او افغان حکومت ترمنځ یې د خبرو د بریا هڅې هم کولې.
تر دې دمه د ښاغلي وردګ د وژنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.