خبرونه
د تونس پر پوله جگړه کې ۵۵ تنه وژل شوي

د تونس د پوځي چارواکو په وینا د دې هېواد پر پولې له لیبیا سره نامعلومو وسلهوالو پر پوځي ودانیو برید کړی چې له امله یې د تونسي پوځ ۱۵ سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې او له وسلهوالو څخه یې ۴۰ تنه وژلي دي.
له دې پېښې وروسته د تونس پوځ ته د تیارسئ امر شوی دی او د تونس او لیبیا پر پولې ټولې لارې تړل شوي دي. په لیبیا کې د سیاسي کړکېچ له امله ډېری ډلو په دې هېواد کې ځالې کړي چې له امله یې د گاونډیو هېوادونو امنیتي حالات خراب شوي دي. تونس د خپلې پولې د ساتلو لپاره د پولې ډېری برخې کیندلي دي
له تېر میلادي کال راهیسې تونس څو وارې د ترهگریزو بریدونو ښکار شوی دی.