امريکا په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د خپل جګړه ييز ماموريت پای کال وړاندې اعلان کړي، خو د امريکا استخباراتي شبکې سي آی ای د هېواد په ځينو ولايتونو کې داسې ملېشې روزلې دي، چې په مرموز ډول خلک نيسي او وژني. د امريکا له لوري جوړې شوې دغه ملېشې غيرقانوني دي، خو دولت يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
لويديزو رسنيو ويلي، د افغانستان په خوست کې «د خوست ساتونکي ځواک» په نامه غير قانوني ملېشه فعاليت کوي، چې تر دې دمه يې لسګونه کسان د نامعلومو دلايلو له مخې نيولي او بيا يې څرک نه دی لګېدلی.
د خوست اوسېدونکو او چارواکو هم د دې خبرې پخلی کړی، لويديزو رسنيو د خوست د خلکو له خولې ليکلي، چې دا ځواک د شپې عمليات کوي چې د عملیاتو پر مهال يې د بهرنيانو ږغونه هم اورېدل شوي، چې دغو ځواکونو ته لارښوونه کوي.
سرچينې د دې ځواک د پخوانيو قوماندانو په حواله ويلي، چې د ځواک قومانده د سي آی ای په لاس کې ده او دولت پرې کنټرول نه لري. د خوست چارواکي وايي، خلکو څو ځلې د دغو ملېشو له غير قانوني کړنو حکومت ته سر ټکولی.
بل لور ته امريکايان دا ځواک له طالبانو سره د جګړې لپاره تر ټولو اغېزمن ښيي. د امریکایانو په باور، که دا ځواک نه وای، خوست به اوسمهال د «حقاني شبکې» په ولکه کې و.
خو د خوست خلک وايي، چې د سي آی اې تر واک لاندې دغه وسله وال بې ګناه ولسي وګړي نيسي، چې بيا يې د پوښتنې کولو ځای هم معلوم نه وي.
پخوا هم په ګڼو راپورونو کې ورته پېښو ته ګوته نيول شوې او څرګنده شوې ده، چې امريکا او ناټو ځواکونو د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د پيسو په بدل کې داسې وسله وال ساتلي، چې د دوی له هيڅ امره سرغړونه نه کوي.