کندهار کې درې سيمه ييزو پوليسو خپل اووه ملگري وژلي
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو درې کسانو د خپلې پوستې اووه ملگري په خوب ويده وژلي او دوی په تېښته بريالي شوي دي.
دا پېښه د ارغنداب ولسوالۍ خانه گيرداب سيمه کې رامنځته شوې ده.
دارغنداب امنيه قوماندان سمونوال نياز محمد مجاهد وايي، چې بريد کوونکو د پوستې خپل اووه ملگري په خوب ويده وژلي او له پېښې وروسته تښتېدلي دي.
د امنيه قوماندان په وينا په بريدکوونکو کې د دې پوستې يو پخوانی قوماندان هم و.
د ارغنداب ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې بريدگرو د وژل شوو پوليسو وسلې او رينجر هم له ځانو سره وړي دي.
سمونوال نياز محمد زياتوي، چې د پېښې څرنگوالي په اړه يې پلټې پيل کړي دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د دې بريد پړه منلې او زياته کړې يې ده، چې درې واړه بريد کوونکي د دوی نفوذي ملگري وو او د عسکرو له وژلو وروسته يې د پوستې اته کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يو راکټ او يو رينجر له ځانونو سره وړي او د طالبانو ليکو ته يې ځانونه رسولي دي.