ناټو ځواکونو تېره شپه کندز کې هغه څوارلس تنه ولسي وگړي په يوه هوايي بريد کې له منځه وړي، چې وسله والو طالبانو څه موده مخکې برمته کړي وو. دغه کسان ټول د بدخشان اوسېدونکي و.
د کندز د ولايتي شورا غړي امر الدين ولي د پېښې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې ياد څوارلس کسان ټول د ناټو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په بشپړ ډول سوځېدلي دي. طالبانو دغه برمته کړي کسان د چهاردرې ولسوالۍ په قوش تپه سيمه کې ځان سره ساتلي وو.
ښاغلي ولي زياته کړې ده: «ناټو ځواکونو تېره شپه پر وسله والو مخالفينو بريدونه وکړل او جنت گل يې له څو تنو سره له منځه يووړ، خو بدبختانه هغه مسافر چې وسله والو برمته کړي وو، ټول په يوه بريد کې شهيدان شوي دي، هغوی يوه کانټينر کې اچول شوي وو او د بريد په ترڅ کې ټول سوځېدلي دي، چې د پېژندو وړ نه دي».
د بدخشان والي احمد فيصل بيکزاد هم د دې خبر پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې د طالبانو له لوري برمته شوي څوارلس تنه د ناټو په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دی. والي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
د کندز امنيتي چارواکو پرون خبر ورکړ، چې دغه بريد کې د طالبانو د زندان مسوول ملا جنت گل له خپلو پنځلسو ملگرو سره وژل شوی دی، هغوی د کندز د ولايتي شورا د غړي او د بدخشان والي څرگندونې نه مني او وايي، چې وژل شوي ټول کسان وسله وال طالبان دي.
په خپله ناټو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.