پر ایران د اقتصادي بندیزونو شالید
د ۱۹۷۹م له انقلاب وروسته په تهران کې محصیلنو د امریکا په سفارت یرغل وکړ چې له امله یې د امریکا او ایران تر منځ ډپلوماتیکې اړیکې پرې شوې او د امریکا متحده ایالاتو د ایران حکومت د «ترهگرو» په لست کې شامل کړ. له ۱۹۷۹م څخه تر ۲۰۱۲م پورې امریکا، اروپا او ملگرو ملتونو په ایران په درې پړاوونو کې اقتصادي بندېزونه ولگول.
- د سفارت له یرغل وروسته د امریکا د وخت ولسمشر جیمي کارتر په ایران یو لړ اقتصادي بندیزونه ولگول، چې له امله یې د ایران حکومت د بانکونو پیسي، سرهزر او څه نور سوداګریز مالونه چې د ټولو ارزښت ۱۲ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېدل کنگل کړل.
- شته بندیزونه په ۱۹۹۰ کلونو کې د بیل کلنټن د حکومت له لورې پراخ شول. بیلکلنټن پر بهرنیو کمپنیو بندیز ولگاوه چې دوی حق نهلري ایران کې د پټرولو په استخراج او صادرولو کې له ایران سره مرسته وکړي. له دې سره نړیوال سوداگریز بانکونه نه شي کولی چې له ایران سره په صادراتو او وارداتو کې مرستې وکړي. امریکايي بانکونه به ایراني کمپنیو ته په مستقیم ډول پور نه ورکوي.
- په ۲۰۰۶م کې امریکا او ملگري ملتونه ایران په دې تورن کړ چې گواکې دوی له ترهگرو ډلو سره مرسته کوي. د امریکا مرکزي بانک د مسوول سچورت لیوي د یوه خبري کنفرانس له لارې رسنیو ته وویل چې ایران له حزب الله گوند سره یوازې په شپږو کلونو کې ۵۰ ملیونه ډالر د ایران د صادراتو د بانک له لارې مرستې کړې دي، چې له امله يې د ایران په لاندېنیو بانکونو بندیزونه ولگول شول:
- بانک صادرات ایران؛
- بانک سپاه؛
- بانک ملي ایران؛
- بانک کارگوشي؛
- بانک ارین.
په ۲۰۰۷م کې د ملگرو ملتونو اتومي ادارې ایران پر دې تورن کړ چې دغه هېواد د اتومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړی دي او د یوارنیمو غني کول یې پيل کړي. ایران د یورانیمو غني کولو خبر رد نهکړ او ادعا يې وکړه چې دوی د انرژي د تر لاسه کولو لپاره یوارنیم غني کوي. د ایران له دې کړنو وروسته له۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۱۲م پورې ملگرو ملتونو په ایران اته اقتصادي بندیزونه ولگول. د دې بندیزونو له مخې ایران نهشي کولی چې د اتومي موادو پورې تړل شوي توکي له نړیوالو څخه تر لاسه کړي او ورسره د ځینو ایراني کمپنیو توکي په نړیوال مارکیټ کې تحریم کړل. ملگرو ملتونو له ایران څخه بیا بیا غوښتنه وکړه چې د یورانیمو د غني کولو څخه لاس په سر شي خو د ایران حکومت د ملگرو ملتونو.غه پریکړه ونهمنله او د یوارنیمو غني کولو ته يې ادامه ورکړه ورپسې ملگرو ملتونو په ایران نور بندیزونه ولگول چې له مخې يې ایران له نړیوال مارکیټ څخه وسلې نهشوی پیرودلی.
په ۲۰۱۰م کې د ملگرو ملتونو بندیزونه نور هم پیاوړي شول، چې له مخې يې د ایراني بانکونو راکړه ورکړه له نړیوال مارکیټ سره په بشپړ ډول پرې شوي. د سپاه له ډلې سره هر څه وتړل شول. نړیوال سوداگریز شرکتونو سره د سپاه اړیکې پرې اعلان شوې.
د ۲۰۱۵م په جولای کې ایران له امریکا او ملگرو ملتونوسره یوې هوکړې ته ورسيد چې پر بنسټ يې د ملگروملتونو استازي د ایران د یوارنیمو د غني کولو څارنه له نږدې کوي. دا دی د ۲۰۱۶م د جنوري په ۱۷ امریکا او ملگرو ملتونو له ۲۰۰۶م کال راهیسې لگول شوي بندیزونه لغوه اعلان کړل او پاتې د ۱۹۷۹م کال بندیزونه به لا هم دوام لري. ځکه ایران د امریکا د «ترهگرۍ په لست» کې شامل دی.