د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف د يوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته را رسېدلی او له ولسمشر اشرف غني سره يې ليدنه کړې.
د پاکستان لوی درستيز راحيل شريف په داسې حال کې کابل کې له ولسمشر غني سره ليدلي، چې د سولې د څلور اړخيزې کمېټې د وروستۍ ناستې له پرېکړې سره سم د روانې زېږديزې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د نېغ په نېغه خبرو ځای او نېټه معلومه شي.
ويل کېږي پاکستاني چارواکو په همدې موخه قطر ته سفرونه هم کړي دي.
وسله وال طالبان وايي، د سولې د څلورمې ناستې په اړه هيڅ معلومات نه لري. هغوی پخوا ويلي وو، يوازې د قطر له دفتره هر هغه چا سره ناستې ته تيار دي، چې په وينا يې د افغانستان د کړکېچ اوارولو هڅې کوي.
د پاکستان د پوځ وياند کابل ته د جنرال راحيل شريف د سفر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې هلته يې د نړيوالو ځواکونو د نوي قوماندان د دندې د پيل په پار جوړو مراسمو کې گډون کړی دی.
پاکستان يو وار بيا د سولې په اړه د روانو هڅو ملاتړ کړی دی.
د سولې دغه هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې د ملي يووالي حکومت گڼ شمېر چارواکي يې بې گټې بولي او يوازې د جگړې له لارې د طالبانو په سرکوبۍ ټينگار کوي.