افغانستانسلايډ

طالبانو روزگان کې نيولي پينځه شپېته پوليس خوشې کړل

د روزگان چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو هغه پينځه شپېته پوليس بېرته خوشې کړي دي، چې وړمه شپه يې نيولي وو.

د روزگان د چنارتو او خاص روزگان ولسواليو ولسوالانو منلې وه، چې وړمه شپه هغه پينځه شپېته تنه ملي پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم شوي وو، چې له خاص روزگان ولسوالۍ د مرکز ترينکوټ پر لور روان وو. دغو پوليسو طالبانو ته خپلې وسلې او مهمات ورکړي وو او په بدل کې يې خوندي ځای ته لېږدول ترې غوښتي وو.

د چنارتو ولسوال معلم فيض محمد وايي، طالبانو دغه پوليس نن مازديگر د سيمه‌ييزو پوليسو قوماندان قاري نظر محمد ته سپارلي دي. نظر محمد پخوا د خاص روزگان امنيه قوماندان و او ياد پوليس د هغه کسان وو.

چارواکي وايي، د خاص روزگان او ترينکوټ تر منځ لار له لسو مياشتو راهيسې د طالبانو تر کنترول لاندې ده.

د روزگان امنيه قوماندان غلام سخي روغ لېوني هم د بندي پوليسو د بېرته خوشې کېدو پخلی کړی، دا په داسې حال کې ده، چې هغه پرون د دې پوليسو د تسليمۍ خبره ردوله او ادعا یې کړې وه، چې هغوی طالبانو سره په جگړه بوخت دي، چې څو تنه يې ټپیان شوي هم دي.

طالبانو له دې وړاندې د روزگان دهراوود کې هم د يوې قرارگاه عسکر د ورته معاملې له مخې خوندي ځايونو ته رسولي وو. د چارو شنونکي دغه پېښې مهمې بولي او وايي، دې سره پر دولت د عسکرو او پوليسو بې باوري زياتېږي او پر مورال يې ناوړه اغېز کوي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button