د سولې شورا رییس له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره جگړه نه کومه گټه لري او نه جایز ده. گیلاني زیاته کړې چې ما تل له حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو له طالبانو سره جگړه ونه کړي.
پیر سید احمد گیلاني په دې وروستیو کې د وحدت ملي حکومت د مشرانو له لوري د سولې د شورا مشر وټاکل شو. گیلاني په یاده شوې مرکه کې زیاته کړې چې د ده گوند په خپل تېر تاریخ کې له طالبانو سره د جگړې په نیت نه ده مخ شوې او تل یې دا فکر کړی چې له طالبانو سره جگړه جایز نه ده.
گیلاني د دې پوښتنې په اړه چې پاکستان د سولې په بهیر کې څومره اغېز لري وویل: «رسنیو د پاکستان رول د سولې په بهیر کې مهم کړی خو پاکستان په دې کچه د سولې په بهیر کې رول نه لري».
د سولې شورا په ۱۳۸۹ه ش کال کې جوړه شوه او موخه یې دا وه چې د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو لړۍ پیل کړي. تر دې دمه د سولې شورا په دې اړه کومه لاسته راوړنه نه لري.