خبرونه

کابل: دوه ترکان وژل شوي

د کابل پوليسو ښار کې د دوه ترک ښاريانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. هغوی وايي پېښه پرون ماښام نږدې شپږ بجې د کابل د شهرنو په حاجي يعقوب څلورلارې کې کې رامنځته شوه.

د کابل د پوليسو د ۱۰۱ زون د جنايي تحقيقاتو رييس مل پاسوال فريدون عبيدي رسنيو ته ويلي، دغه ترکان هغه مهال ووژل شول چې د شهرنو په يوه مغازه کې پر سودا پېرلو بوخت وو.

نوموړی وايي، بريدگر له بريد وروسته په تېښته بريالی شوی خو د پوليسو تر تعقيب لاندې دی.

معلومه نه ده، چې بريدگر په خپل بريد کې کوم ډول وسله کارولې ده. پرون په يوه بل پېښه کې هم کابل کې د کورنيو چارو وزارت يو چارواکی په چاړه ووهل او ووژل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button