
ولسمشر غني له خپل پاکستاني سیال ممنون حسن سره په ازبکستان کې د شانگهای د غونډې په څنډه کې کتلي او دواړو مشرانو د وروستیو سرحدي شخړو په سر سره خبرې کړي دي.
دواړو مشرانو د شخړې په اړه سپینې او ښکاره خبرې کړي او دې هوکړې ته رسېدلي چې په راتلونکي کې به دواړه لوري کوښښ کوي چې د ستونزې د حل لپاره ښکاره پالیسۍ او گټورې لارو چارو څخه گټه پورته کړي.
د تورخم له شخړې وروسته دا د ولسمشر غني او پاکستاني چارواکي تر منځ لومړۍ کتنه ده تر څو د دواړو لورو تر منځ شته ستونزې حل کړي.
افغاني چارواکي له پاکستاني چارواکو غواړي چې د ډیورنډ د کرښې د پاسه د ودانیو جوړول باید له افغان حکومت سره په هماهنگۍ تر سره شي.