په ۲۰۱۵ز کې د نړۍ د هيوادونو د فساد انگيرنه کې افغانستان يو وار بيا د نړۍ دويم فاسد هيواد انگېرل شوی. په دې اړه په المان کې د نړيوالې روڼتيا ادارې په خپل وروستي راپور «نړۍ کې د فساد انگيرنه» کې افغانستان، شمالي کوريا او سوماليا د نړۍ تر ټولو فاسد هيوادونه په گوته کړي دي. شمالي کوريا او سوماليا په لومړۍ او افغانستان په دويمه درجه کې راغلي دي.
افغانستان دوه واره مخکې د نړۍ تر ټولو فاسد هيواد بلل شوی و. د نړيوالې روڼتيا ادارې نوی راپور –چې نن چهار شنبه خپور شوی- وایي، د ميلياردونو ډالرو له لگښت سره سره د افغانستان دولتي ادارو او عامه بنسټونو کې ستر فساد شته دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت مشران ټينگار کوي، له اداري فساد سره يې مبارزه جدي ده.
خو د يادې ادارې راپور کې افغانستان د سيمې تر ټولو او د نړۍ دويم فاسد هيواد بلل شوی دی. فساد سره مبارزه کې د نړۍ په يو سل او شپږ اويا هيوادونو کې پاکستان يو سل اوولسم، ايران يو سل دېرشم، چين درې اتيايم، تاجکستان يو سل شپږ دېرشم، ازبکستان يو سل درې پنځوسم او ترکمنستان يو سل څلور پنځوسم هيوادونه دي.
د امريکا متحده ايالات په شپاړلسم نمبر کې ځای لري او درې اروپايي هيوادونه ډنمارک، فنلينډ او سويډن د نړۍ تر ټولو مخکې هيوادونه دي.
د نړيوالې روڼتيا ادارې راپور ويلي دي، د نړۍ ټولو هيوادونو کې څه نا څه فساد شته، کوم هيوادونه چې په دې اړه تر ټولو پاک ياد شوي دي، هغو هم په بشپړ ډول فساد سره اړيکې نه دې شکولي.
راپور د اداري فساد زيانونه د اړو او غريبو خلکو لا اړمن کول، له زده کړو د مليونونو انسانانو محرومول او د روغتيا او ودې فرصتونه له منځه وړل ښودلي دي.