ټولنهسلايډ

د بې ادبه کسانو سره د مخامخ کېدو لس (۱۰) هوښیارانه لارې

دا به ښه نه وه، چې ټول بې ادبه او بد اخلاقه کسان مو راټول کړي وای او یوې لرې ټاپو (جزیره) ته مو لېږلي وای، تر څو نه ورسره مخامخ کېدای؟

خو صبر وکړئ، د داسې خلکو سره د مخامخ کېدلو لپاره نورې هوښیارانه لارې هم وجود لري. لاندې لسو لارو ته اشاره کړو!
۱. په یاد ولرئ، چې ډېری وخت هماغه بې ادبه کس خپله تاسو یاستی.
ښايي ډېری ځلې خپله تاسو بې ادبي کړې وي او البته دا په دې مانا نه ده، چې بد یاستی؛ نو بل ځل که کوم چا له تاسو سره بې ادبي وکړه یاد ته راوړئ، چې هغه هم ستاسو په شان انسان دی او د هغې بې ادبي په دې مانا نه ده چې بد سړی دی.
۲. په ځان یې مه راوړئ
کله چې کوم څوک بې ادبي کوي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې ستاسو په اړه شخصي نظر ورکوي، په ډېره آسانۍ کولی شي تاسو خپه کړي؛ خو دا ستاسو په لاس کې ده، چې څنګه چلند وکړئ. که چېرې د هغه کس بې ادبانه چلند د هغه ستونزه نه، بلکې د ځان ستونزه وګڼی، قدرت به ستاسو په لاسونو کې وي.
۳. وګورئ چې ولې؟
خلک د بې ادبۍ لپاره خپل دلایل لري. ښايي بده ورځ یې تېره کړي وي یا ښايي بېړه ولري او فکر وکړي، چې د درناوي او ادبي چلند لپاره وخت نه لري. ښايي خپلې بې ادبې کړنې ته یې اصلاً پام شوی نه وي، تر څو چې له هغوی څخه ونه پوښتی د هغې د چلند په دلیل به پوه نه شی. خپله هوسايي وساتئ او له هغه وپوښتئ « زه فکر کوم ستاسو چلند کې درناوی نشته، ولې له ماسره داسې چلند کوې؟ »
۴. یو څه انتقادي چلند ورسره وکړئ او بې ادبي یې وڅېړئ
یو چا له تاسو سره بدچلند او بې ادبي کړې. په ريښتیا یې څه کړي یا یې څه ویلي؟ آیا کومه موخه یې درلوده؟ که موقعیت ته یو څه انتقادي وګورو وبه وينو چې ډېری خلک د کومې موخۍ لپاره بې ادبي نه کړي او په همدې دلیل کولی شی، چې په سړه سینه له هغوی څخه تېر شی. په ډېرو کمو برخو کې د یوه کس بې ادبي یو دلیل یا موخه لري او بیا هم انتقادي چلند مرسته کوي، تر څو د هغه کس د چلند رېښې وڅېړی او د دې کار په دلیل به یې پوه شی.

۵.ځان په دې موضوع کې مه داخلوئ
زړه مو غواړي په بې ادبه کس چيغې ووهی؟ هېڅکله داسې کار مه کوئ. داسې کار به حالت ښه نه کړي، که هغه کس دا کار قصداً کړی وي یا نه، تاسو باید خپل درناوی وساتئ او اجازه ورنه کړئ، د هغه بې ادبه کړنه تاسو تحریک کړي.

۶. لرې شئ
بې ادبي او بد اخلاقي ډېره ځورونکې کړنه ده؛ خو د هغه ځای څخه د ځان ایستل د نورو د بې ادبې کړنې څخه د مخنیوي چټکه او ډاډمنه لاره ده. حتا که ستاسو سره په خبرو بوخت هم و، ترې لرې شئ. که دا کس بې ګانه و مجبور نه یی چې بیا یې ووينئ؛ خو که د ملګرو یا هکارانو له ډلې څخه مو و، ډېر زر به پوه شي چې تاسو ته بې ادبي به هغوی هېڅ ځای ته ونه رسوي او بل ځل به هڅه وکړي، تر څو مؤدبانه چلند وکړي.

۷. د مرستې وړانديز وکړئ
ځينې بې ادبۍ د بدچلند په خاطر دي؛ خو ډېری وخت څوک چې تاسو سره بدچلند او بې ادبي کوي په دې دلیل ده، چې له کوم څه ستړئ یا بې وسه دی او که ستاسو په وس پوره و، چې د هغې کس ستونزه حل کړی، وبه کولی شی د هغه کس بې ادبي په کورودانۍ بدله کړئ؛ خو یو خبرداری: یوازې هغه وخت د مرستې وړاندیز وکړئ، چې وکولی شی سمدلاسه کار ورته ترسره کړی او د مرستې وعده د هغوی بې وسي نوره هم ډېروي.
۸. بې ادبي یو عادت وګڼئ
ځينې په دې خاطر بې ادبه دي، چې تل همداسې و. کله چې بې ادبي او بداخلاقي عادت وګرځي، د هغې پرېښودل ډېر سخت دي، حتا که کس د بدلون لپاره ريښتينې پرېکړه هم وکړي. هېڅکله هم د نورو بې اخلاقي ځان ته مه اخلئ.

۹. هڅه مه کوئ چې بدلون ورکړی
که څوک وغواړي بې ادبه واوسي، تاسو نه شی کولی هغه مؤدبه کړی. په حقیقت کې د دې پر ځای چې وغواړی د هغوی په چلند کې بدلون راولی، د هغه د چلند د خرابېدو سبب ګرځئ. ځينې وخت ستاسو ښه ټاکنه داده تر څو ومنئ، چې د دوی بې ادبي ستاسو ګناه نه ده او پرېږدئ خپله خپلې تېروتنې ته متوجې شي.
۱۰. له بې ادبۍ سره په مهربانې وجنګېږئ
اجازه مه ورکوئ، چې د نورو بې ادبي د دې سبب شي، تر څو تاسو هم په هغه توګه دوی ته ځواب ورکړئ. د بې ادبۍ سره د مبارزې تر ټولو غوره لار دا ده، چې خپله دوستانه او مهربانه اړیکه مو وساتئ او هغه کس ته وخت ورکړئ تر څو آرامه شي او خپل چلند ته بدلون ورکړي.

ژباړه : مصطفی نور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button