روانې چارېسلايډ

مسکو د سوريې کشالې د لا اوږدولو په موخه بمبارۍ کوي

روسيه د حلب پر خلکو داسې ړندې بمبارۍ او بريدونه کوي چې له مخې يې سوريه کې د مسکو نظامي مداخلې نيت او هوډ په اسانه معلوميږي او دغه بمبارۍ د سوريې تر څنگ په سيمه ييزه کچه د سعودي عربستان، مصر، ټول منځني ختيځ، بلکې د ترکيې او اروپا پر حالاتو هم ژور اغيز لري.

دا ټولو ته څرگنده ده، چې سوريه کې د روسي بمباريو يوازېنۍ موخه د بشارالاسد ژغورل او په منځني ختيځ کې د خپلو تلپاتې پوځي اډو جوړول او د سوريې کړکېچ د حل لارې چارې په خپل لاس کې اخيستل دي، چې دغه جگړه د اوږدې مودې لپاره وغځوي او خپلې موخې ترلاسه کړي.

سوريه کې د روسيې د پوځي مداخلې اسباب معلوم دي او د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نظامي عمليات هم کوي، مگر امريکا او اروپا، چې له تېرو څو کلونو په دغه جگړه کې مستقيمه او غير مستقيمه مداخله کوي تر اوسه يې د جگړې موخه نه ده څرگنده.

د سوريې چارو متخصص انډريو ټابلر وايي، چې واشنگټن سوريه کې د مسکو له مداخلې اندېښمن دی او په عين حال کې يې پر اوباما هم نيوکه کړې، چې د منځني ختيځ له چارو پښې باسي.

جگړه پر جگړې
د سوريې حلب کې د روسيې پرله پسې بريدونو او جگړو د سيمې راتلونکې په اړه د خلکو اندېښنې زياتې کړي او د همدې روسي الوتکو د بمباريو له امله لسگونو زره کورنيو خپلې سيمې پرېښي، د ترکيې سرحد ته څېرمه په ساړه ژمي کې په تش ډاگ شپې ورځې تېروي او دغه ستونزې د اروپا تر دروازو هم رسېدای شي.

د روسي الوتکو د بمبارۍ له امله ايراني ځواکونو او د اسد ملېشو حلب او نورو سيمو کې پرمختگونه کړي او دغه سيمې يې د خلکو له وجوده پاکې کړي.

فرانسوي ليکوالې نتالي نوگيريد گارډين ورځپاڼې ته د سوريې او اروپا راتلونکي ستونزمن حالت په اړه په خپله مقاله کې ليکلي، چې پر حلب د مرگونو بمباريو له امله د روسيې او غرب د اړيکو او پرېکون حالت څرگندېدای شي؛ ځکه چې د دغو بمباريو له امله لکونو خلکو خپل کورونه پرېښودل او کېدای شي دغه خلک ټول د اروپا لور ته پناه يوسي.

د ليکوالې په وينا غربي هېوادونه اوس پوهيږي، چې روسيه د دوی يو ملگری هېواد نه دی او چارواکي بايد دا خبره په زغرده وکړي او په دې اړه خپله ستراتيژي وټاکي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د غربي هېوادونو چارواکو ولې ځانونه غلي نيولي، چې د روسي الوتکو په بمباريو کې زرگونو خلک ووژل شول او لکونو نورو يې خپلې سيمې پرېښودې او د اروپا پر لور روان دي.

د ليکوالې په نظر د اروپايي هېوادونو چارواکي نه غواړي، چې روسيې سره خپلې شخړې زياتې کړي او بله دا چې اروپايي هېوادونه په دې اړه څرگنده ستراتيژي نه لري.

د ترکيې او سعودي دريځ او فعاليتونه
د اروپا او امريکا د مبهمې پاليسي پر ځای ترکيې او سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې د سوريې کشاله کې د بشارالاسد پر ضد خپل عمليات وکړي او د دې لپاره سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې سوريې ته ځمکني پوځيان هم وليږي.

سعودي او ترکيې دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې دوی د سوريې له سوله ييز حل څخه نهيلي شوي، د ژينوا مذاکرات د روسيې او بشارالاسد له امله ناکام شول او دوی اوس ځانونه اړ بولي، چې د داعش او بشارالاسد د ځپلو لپاره پوځي عمليات پيل کړي، مگر دا کار به دومره اسانه هم نه وي، ځکه چې سعودي او ترکي پوځيان به هم سوريه کې د بشارالاسد او ايراني پوځيانو له ټکر سره مخ وي او په عين حال کې د روسي الوتکو بمبارۍ هم يو گواښ دی.

د ليکوالې په وينا د امريکا او اروپا د بې پرواهي او ايراني مداخلو له امله سعودي او ترکيه ځانونه اړ بولي، چې د خپلو گټو د خوندي کېدو په موخه سوريه کې مداخله وکړي.

د څارونکو په اند د سوريې کشاله ورځ تر بلې نوره هم پېچلې کيږي، امريکا او اروپا د نظامي مداخلې په ډگر کې د مسکو پر وړاندې ماتې خوړلې او اوس يوازې د استخباراتي هڅو له لارې د خپلو موخو ترلاسه کولو هڅې کوي، چې دا هم تر اوسه نه ده څرگنده، چې څوک به يې وگټي.
که هر څوک يې وگټي، خو بايلونکی د سوريې ولس دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button